سه شنبه, ۲۱ رجب ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۱/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایران او یهودي رژیم د امریکا په ملاتړ او مدیریت د اسلامي خاورو د ویجاړولو لپاره سره یو لاس دي
بسم الله الرحمن الرحيم
ایران او یهودي رژیم د امریکا په ملاتړ او مدیریت د اسلامي خاورو د ویجاړولو لپاره سره یو لاس دي

خبر:

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې ویلي چې اسرایلو تېره اونۍ د ایران پر وړاندې خپل غچ اخیستونکی برید د امریکا لخوا د حساسو نظامي اطلاعاتو د احتمالي افشا کولو په سبب وځنډاوه. دغې افشا کولو وښوده چې صهیونیستي رژیم د ایران لخوا توغول شوو ۲۰۰ بالستیک توغوندیو د غبرګون لپاره دقیق پلان درلود؛ ایران دا توغوندي په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرایلو د برید د غچ اخیستلو لپاره وتوغول. تېره جمعه په یوه ایراني پلوه تلګرام چینل کې دوه ډیر محرم سندونه خپاره شول؛ په دغو سندونو کې پر ایراني هدفونو د برید لپاره د اسرایلو د تیاري په اړه د امریکا پټه ارزونه راغلې؛ دا ارزونه د هغو اطلاعاتو پر بنسټ شوې چې د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه د امریکا د جغرافیایي اطلاعاتو ملي اژانس لخوا تحلیل شوي. په دغو سندونو کې ډیره د پام وړ خبره د دوو بالیستیک توغوندیو سیستمونو ته اشاره ده چې «ګولډن هوریزون» او «روکس» نومېږي. د خبري سرچینو په حواله، «روکس» لرې واټن ویشتونکی توغوندی دی چې په اسرایلو کې «رافایل» کمپنۍ جوړ کړی او د پراخو سطحي او تر ځمکې لاندې هدفونو په نښه کولو لپاره ډیزاین شوی دی. د «ګولډن هوریزون» توغوندي سیستم ښايي د «بلو سپایرو» توغوندیو ته اشاره کوي چې نیږدې ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې ښيي د اسرایلو هوايي ځواک پلان لري چې په اپریل میاشت کې اصفهان ته نیږدې د ایراني رادار سایټ باندې برید په پراخه کچه تکرار کړي. له لرې واټن او د ایران له پولو بهر څخه د دغو توغوندیو په توغولو سره اسرایل کولی شي د اردن پشان د سیمې ځینو هیوادونو په اسمان کې د جنګي الوتکو پرواز ته له اړتیا پرته خپلو موخو ته ورسېږي. (سرچینه: الشرق الاوسط: ۲۰۲۴/۱۰/۲۴)

تبصره:

اوس په ډاګه شوې چې امریکا او یهودي رژیم په غزه او لبنان کې د خپلو جنایتونو لپاره کوم مشخص لرلید نه لري. د دوی کینه او د غچ اخیستنې حس دومره دی چې په غزه کې تر یوه کال زیات وینې بهولو او بیا لبنان ته د خپلو جنایتونو په رسولو یې هم زړه یخ نه شو. داسې ښکاري چې د دې پوښتنې «په غزه کې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته به څه کېږي؟» لپاره چې تل کېږي، هیڅ ځواب نشته. اوس په ډاګه شوې چې د غزې د جنایتونو د ملاتړي، امریکا پلان او سیاسي پروژه د همدغو جنایتونو دوام دی چې اوس تر لبنانه رسېدلي. پر لبنان برید د دې پوښتنې ځواب دی چې تر غزې وروسته به څه کېږي. دا ښيي چې امریکا او یهودي رژیم له لا ډیرو وژنو، تحقیر او سپکاوي پرته بل هیڅ پلان نه لري. داسې ښکاري چې دا تګلاره د «جوړوونکې ګډوډۍ» له سیاست سره سمه ده چې نوي امریکايي محافظه کاران یې پلی کوي؛ موخه یې دا ده چې دا ګډوډۍ به د داسې پایلو سبب شي چې د دوی ګټې خوندي کړي.

د ایران او یهودي رژیم ترمنځ د امریکا په مدیریت او همغږۍ روانه خندوونکې ننداره او دا بریدونه چې یوې خوا ته هم زیان نه رسوي؛ د دې لپاره دي چې یهودي رژیم ته لا ډیر وخت ورکړي چې په غزه او لبنان کې د مقاوت نور ځواکونه هم له منځه یوسي. بله موخه د منځني ختیځ سیاسي صحنې ته د ایران دننه کول دي چې د اسرایلو ترڅنګ د دې لپاره کار وکړي چې سیمه د امریکا په ګټه مدیریت کړي. په غزه کې د حماس د رهبر (یحیی سنوار رحمه الله) له ترور وروسته  یهودي رژیم ته د یوې میاشتې وخت ورکول هم د همدې لپاره دي او دا د هغو وختونو تکرار دی چې امریکا پخوا یهودي رژیم ته ورکړي وو. د دې سبب دا دی چې له امریکا سره کوم مشخص پلان نشته او دا چې له اسلام او مسلمانانو د امریکا او یهودي رژیم کرکې دوی ړانده کړي او د دې توان يې ترې اخیستی چې وضعیت په عقلاني توګه مدیریت کړي. لکه الله سبحانه و تعالی چې فرمايي:

﴿أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فَأَصَمَّهُم وَأَعمَىٰٓ أَبصَٰرَهُم﴾ [محمد: ۲۳]

ژباړه: « دوی هغه کسان دی، چې الله رټلي (له خپل رحمت څخه یې لرې کړي)؛ نو ځکه یې کاڼه کړي او سترګې یې ورړندې کړې دي.»

د دغو درېیو قدرتونو؛ یعنې امریکا، د ایران صفوي دولت او یهودي رژیم هیجان او د سلامي امت او د امت زړه، یعنې شام خاورې په اړه د دوی بې پروايي ایجابوي چې اسلامي امت تر ناوخته کېدو وړاندې عمومي جهاد اعلان کړي. دا هغه مجرمان او کینه‌کښان دي چې یوازې اسلامي دولت به د یوه راشد خلیفه تر رهبرۍ لاندې د دوی د جنایتونو او شیطاني پلانونو مخه ونیسي؛ خلیفه به له دوی سره داسې چلند وکړي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له بني قریضه سره وکړ. داسې چلند لکه عثماني خلافت چې له امریکا سره وکړ؛ امریکا ته یې ماتې ورکړه، جنګي بېړۍ یې ډوبه کړه او د جزیې ورکولو ته یې اړ ایستله. داسې چلند لکه سلطان سلیم یاولوز چې صفوي دولت مات او له عثماني خلافت سره یو ځای کړ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

بلال المهاجر – ولاية باكستان

۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۲۳مه

۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۶مه

Last modified onشنبه, 02 نومبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې